ورزش

دکابل پوهنتون دنجونو دفوټبال ټيم داتحاد ټيم ته ماتې ورکړه .

کابل باختر د لړم دمياشتې ٢١:
په کابل کې پرون  مازيګر دنجونو دفوټبال سياليو په يوې لوبې سره دوام وموند .
دنجونو دفوټبال دکميټې مسوولې هاجر ابو الفضل دباخترآژانس خبريال ته وويل :  په دې لوبه کې دکابل پوهنتون  ټيم دصفر په مقابل کې په  دوو سره د اتحاد ټيم  ته ماتې ورکړه .
  دغه سيالۍ چې  دوه ورځې مخکې د نجونو دشپاړلسو ټيمونو ترمنځ د هيواد فدراسيون په  ورزشي لوبغالي کې پيل شوې   هره ورځ په يوي لوبي سره دوام مومي
  دخبرځاى  دڅرګندونو له مخې :  ټاکل شوې  ده نن مازيګر دسنګر دB   او داتفاق ټيمونه د دغو سياليو په دوام لوبه  وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته