کابل باختر دثور ديارلسمه
په پروان ولايت کې دمطبوعاتو د نړيوالې ورځې د نمانځلو په مراسموکې دباختر دخبري اژانس کړه وړه وستايل شول .
دغه مراسم دپروان دولايتي شورا له خوا پرځاى شول اودباختر اژانس خبريال عبدالغفار رووفي ته خلکو ته دخبر رسولو او د حقيقتونو د څرګندولو په لاره کې دده دکړو وړو په درناوي ، دپروان ولايت دولايتي شورا درييس له خوا ستاين ليک ورکړ شو
لس کاله کيږي چې روفي په پروان کې دباختر اژانس دخبريال په توګه کار کوي .
په دغو مراسموکې دپروان او کاپيسا دولايتونو دبيلابيلو رسنيو ٥٩ تنو خبريالانو ته هم دپروان دولايتي شورا له خوا ستاين ليکونه ورکړي شول .
دمطبوعاتو دنړيوالې ورځې دمراسمو وينا والو د ټولنې او هيواد په پرمختګ او ترقي کې درسنيو رول ارزښتناک وباله او دپروان او کاپيسا په ګډون يې په افغانستان کې دخبريالانو دکړه وړه وستايل .