خبرونهټولنه

په نورستان کې سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

 کابل / د کب ۲۰ مه / باختر

په نورستان کې سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبو د برابرولو په پار هڅې روانې دي.

ټاکل شوې ده د نورستان په مرکز او کامدیش ولسوالۍ کې د اوبو د دریو شبکو په جوړېدو سره  د یادو کورنیو لپاره د څښاک اوبه برابرې شي.

د نورستان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي احسان موحد باخترآژانس ته وویل چې د دغو دریو شبکوپه جوړولو کې ۱۰ میلیونه افغانۍ لګول کېږي چې د یونیسف ادارې له لوري ورکول کېږي.

ټاکل شوې ده د دغو شبکو د جوړولو کار ۶ میاشتې دوام وکړي.

له بلې خوا د نورستان والي حافظ محمد آقا حکیم  د اوبو رسولو د دغو دریو شبکو د جوړولو د تړون د لاسلیک په مراسموکې وویل چې هلې ځلې کوي د اسلامي امارت او نړیوالو مرستندویو بنسټونو په همکارۍ د نورستان اوسېدونکو ته د څښآک اوبه برابرې کړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته