ورزش

دسوک وهنې دملي ټيم ورزشکاران اذربايجان ته لاړل .

کابل باختر دغبرګولې پنځه ويشتمه :
  دهېواد دسوک وهنې دملي ټيم ورزشکاران نن اذربايجان ته لاړل
دبدني روزنې اوسپورت درياست دخپرونو غړي مجيب قاري زاده دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغو ورزشکارانو دسفر موخه دبرازيل ،  په سياليو کې د  سوک وهنې په سياليو کې دګډون دونډې دترلاسه کولو لپاره دي .
دقاري زاده دڅرګندونوله مخې دبرازيل  په سياليو کې دسوک وهنې په سياليو کې ددندې دترلاسه کولو لپاره سيالۍ  په اذربايجان کې دغبرګولې دمياشتې په اووه ويشتمه نيټه پيليږي او دروان کال دچنګاښ دمياشتې تر پنځمې نيټې پورې دوام مومي
په دې سفر کې دسوک وهنې دملي ټيم  دريو تنو ورزشکارانو سره دوه تنه هيئتان ملګرتيا کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته