امنیت

د ملي امنيت يو کارکوونکى په کاپيسا کې شهيد شو

کابل / د چنګاښ ۱۴ مه / باختر
د ملي امنيت يو کارکوونکى نن سهار په کاپيسا کې شهيد کړاى شو.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالشايق شورش   رسنيو ته ويلي دي چې ناپېژاندو وسله والو موټرسايکل سپرو، د دغه ولايت د ملي امنيت رياست کارکوونکى محب الرحمن کله چې سهار په ٨ بجو د خپلې دندې په لور روان و، د محمودراقي ښار په ډنګرخېلو کې په ډزو سره شهيد کړ.
هغه زياته کړه چې ډار اچوونکو له سيمې څخه په تيښتې بريالي شول او پوليسو د هغوى د نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته