کابل باختر د سلواغۍ څلورمه :
دتورې چارشنبې داوو تنو شهيدانو دفاتحې اخيستلو مراسم نن د خبريالانو او رسنيو دسترې کورنۍ ، داطلاعاتواو فرهنګ وزارت ، مدني بنسټونو او دشهيدانو دکورنيو له خوا دکابل ښار دعيدګاه په جامع جومات کې پرځاى شول .
دباختراژانس دخبر له مخې :په دغو مراسمو کې دشهيدانوکورنيو ، دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني ، دجمهور رييس مرستيال قانونپوه سروردانش ، داصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې دجمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود ، دکابينې او دملي شورا ځينو غړو ، دافغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي ، دپخواني جمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي ، دوسله وال پوځ جنرالانو او دجګپوړو افسرانو فرهنګيانو ، خبريالانو دمدني ټولنې غړو ، سوداګرو او خصوصي پانګه والو ګډون کړى وو .
ددغو شهيدانو دښځينه فاتحې اخيستلو مراسم هم دفرهنګيانو ، دمدني ټولنې دفعالانو، خبريالانو ، جګپوړو دولتي مقاماتو او دملي شورا داستازو په پراخ ګډون دعيدګاه په جامع جومات کې پرځاى شول .
6 1 دقیقه لوستل