امنیت

وسله وال طالبان دخپلو تروريستي بريدونو دترسره کولو لپاره دبارانچه له پولې څخه استفاده کوي

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٦ :
دطالبانو تحرکات له لسو کلونو را په دې خوا دبارانچه له پولې څخه چې دهلمند ولايت له لويديځ سره   ګډه پوله لري دنيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې ترسره کيږي .
دغه سيمه دهلمند ولايت  دنيمروز له ولايت سره نښلوي  اوطالبانوله همدې
لارې افغانستان ته ننووځي او حکومتي ضد او تروريستي تحرکات ترسره کوي .
دخاشرود ولسوال دباختر آ ژانس خبريال ته وويل چې له  څو مياشتو را په دې خو دا کار پراخ او ګړندى شوى دى   او دپاکستان له لارې   دهلمند ولايت  او دخاشرود له ولسوالۍ څخه خپل وسله وال کسان او تدارکات دفراه ، بادغيس  ، غور اودفارياب ولايتونو ته ليږدوي.
ده زياته کړه  هغه سيمې چې  تر امنيتي پوښښ لاندې نه دي   دولتي ځواکونه  ددغو لارو دتړلو وس  نلري او طالبانو له همدې سيمو څخه  تل دشمال ولايتونو ته  تدارکات  او انتقالات ترسره کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته