ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا

کابل باختر  د چنګاښ ٢٦ :  
د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا
دپاکستان دتحصيلي بورسونو هغو کانديدانو ته چې نومونه يې په ګروپي لست  کې شته او د لوړو زده کړو وزارت د ويب پاڼې له لارې خپورشوي دي؛ خبرورکول کيږي چې ددغه هيواد بورس ټاکل شوى وخت د روان کال دچنګاښ دمياشتې ١٩ نيټه ټاکل شوې ده، خو د بورسونو د ويشلو د عالي کميسيون دپريکړې له مخې نيټه يې تمديد شوې ده.
له دې امله په شرايطو برابرمينه وال کانديدان چې نومونه يې په ګروپي لست کې وي؛ د روان کال دجنګاښ دمياشتې په ٢٧نيټه د پنجشنبې تر ورځې پورې دې د نومونو دليکلو او د سندونو د بشپړولو په مقصد د لوړو زده کړو وزارت د بورسونو د تنظيم مديريت ته ورشي. خو په هغه صورت کې چې مينه وال کانديدان تر ټاکلې نيټې پورې حاضر نه شي؛ د دغه کميسيون د پريکړې له مخې د پاکستان بورسونه په آزاد ډول اعلاميږي .
دغه راز د دولسمو ټولګيوټول فارغان کولاى شي د روان کال دجنګاښ دمياشتې له ٢٩نيټېڅخه تر٣١ نيټې پورې د نومونو دليکلو اودسندونو دبشپړولو په مقصد دلوړوزده کړودبورسونودتنظيم مديريت ته ورشي.که چيرې دکانديدانو شميرزيات شي؛ په شرايطو برابر مينه وال د درې کلنو نمرو په پام کې نيولو سره انتخابيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته