اقتصاد

په کابل کې د کورنى لوازمو نړيوال نندارتون جوړ شو

کابل باخترد سلواغې نولسمه :
د کورنى لوازمو لومړنى تخصصي نړيوال نندارتون نن په کابل کې پرانستل شو.
په دې نندارتون کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو له خوا د ايران د نندارتوني پروژو د مديريت په همکارۍ د څلورو ورځو لپاره د هوايي ډګر  په اتيا متره سړک کې د قصر اورانوس په هوټل کې جوړ شوى دى؛ د افغانستان ، جاپان، عربي متحده اماراتو، امريکا، ايران، المان، ترکيې او د اندونيزيا د هېوادونو يوسلو شلو معتبرو توليدي او تجارتي شرکتونو خپل توليدات په پنځوسو غرفوکې نندارې ته وړاندې کړي دي .
  د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د دغه نندارتون د پرانستلو په غونډه کې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت تجارتي معين محمد قربان حقجو وويل چې دغه وزارت کورنيو او بهرنيو پانګه والو او سوداګرو ته په افغانستان کې لازمې اسانتياوې برابر کړې دي او کورنى او بهرنى  سوداګر او پانګه وال له هغوڅخه په استفادې سره کولى شي په افغانستان کې فعاليت وکړي .
  په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو  د خونو لومړي مرستيال خانجان الکوزي وويل چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه په افغانستان کې د دغه شان نړيوالو نندارتونونوجوړول دبرخه والو هېوادونو ترمنځ  د تجارتي او  اقتصادي اړيکو دپراختيا او ټينګښت په لاره کې ارزښتناک بولي.
  الکوزي څرګنده کړه چې د هېواد توليدي شرکتونو خپل کيفيت لرونکي محصولات د نورو برخه والو شرکتونو ترڅنګ په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي دي چې کولى شي د کورنيو او بهرنيو  شرکتونو ترمنځ  د سالمې سياليو لپاره  ښه فرصت  وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته