خبرونهامنیت

امنيتي ځواکونو په کابل کې ۳ تنه د موټرو د غلا په تور ونيول

کابل، د لېندۍ ۴مه، باختر
د کابل امنيتي مسوولينو د هغو دريو تنو د نيول کېدو خبر ورکړی، چې د موټرو په غلا مشهور وو.
د کابل امنيه قومندانۍ په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې دغه قومندانۍ د دروازو کنډک پوليسو درې تنه هغه مشهور غله چې د سروبي پر لار به يې غلاوې کولې د يوه دقيق راپور په اساس ونيول او د قانون منګولو ته يې وسپارل.
سرچينې په دې اړه نور جزيات نه دي خپاره کړي.
د يادونې وړ ده، چې د کابل د امنیې قومندانۍ ځواکونو تر دې وړاندې هغه کسان هم نيولي وو، چې پر بادامو بار د درې موټره يې غلا کړي وو.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا