فرهنګ

ډاکترکمال سادات: په چاروکې د مکافاتو او مجازاتو اصل دې عملي شي

_   کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٣ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست نن محبوبه بابکرخيل د خلکو د فرهنګ د رئيسې په توګه د دغې برخې کارکوونکو ته معرفي کړه .
د باختر آژانس د خبرله مخې: 
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين او سرپرست ډاکتر کمال سادات د دغې برخې کارکوونکو ته دخلکو دفرهنګ د رئيسې په توګه د محبوبې بابکرخيل د معرفي کولو په وخت کې د ټولو اړوندو ادارو له مسوولينوڅخه وغوښتل چې د مجازاتو او مکافاتو اصل له ياده ونه باسي.  ځکه اصلاحات په هغه صورت کې رامنځته کيږي چې غوره کارکوونکي مکافات او هغه کسان چې بې پروايي کوي او د خپلو ژمنو په وړاندې په اداره کې سرغړونه کوي، مجازات شي .
وروسته د فرهنګي چارو د معينيت سرپرست عبدالاحدعباسي د خلکو د فرهنګ  د رياست د سرپرست په توګه سيدحاکم آريا کارونو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې تر اوسه پورې په دې برخه کې کارونه ترسره شوي دي، خو بايد چارې دوامدار او زيات ترسره شي .
ده د دغې برخې له کارکوونکوڅخه وغوښتل چې د چارو د اجرا کولوپه برخو کې ټول له يوبل سره په ګډه کار وکړي.
په پاى کې محبوبې بابکرخيل ژمنه وکړه چې د يوې رښتينې او صادقې خدمتګارې په توګه به د چارو د ښه والي په لاره هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته