خبرونهامنیت

امنيتي ځواکونو په کابل کې ۳ ډلې غله ونیول

کابل، د تلې۱۷مه، باختر

امینتي چارواکو په کابل کې د ۳ ډلو غلو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د کابل ښار د ۱۱مې امنیتي حوزې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر عبدالقدیر عمري وايي، امنیتي ځواکونو د ۱۱مې ناحې په اړوندو کې درې ډلې غله نیولي دي، چې د موټرو د پلېټونو، د موبایلونو په غلا او د خلکو په شکونو کې یې لاس درلود.

عمري زیاته کړه، چې د نیول شویو ۹ کسانو له ډلې څخه ۲تنو به یې له موټرو څخه پلېټونه غلا کول او په بدل کې به یې له خاوندانو څخه د پیسو غوښتنه کوله.

د نوموړي په خبره ۴ تنه نور بیا له خلکو څخه د ګرځنده ټلیفونو او پیسو په غلا کولو تورن دي او پاتي ۳ تنو يې له یو کس څخه موټر تښتولی وو.

له نیول شویو کسانو سره یو عراده کرولا ډوله موټر، څلور پلېټونه هم د امنیتي ځواکونو له لوري لاس په لاس نیول شوي وو، چې بېرته خپلو مالیکینو ته وسپارل شول.

هېره دې نه وي، چې عبدالقدیر عمري له هېوادوالو څخه غوښتنه وکړه، چې د امنیت د ټینګښت او جنايي جرمونو د مخنیوي په موخه له امنیتي او کشفي ځواکونو سره همکار پاتي شي، او د ستونزې او یا مشکوکې پېښې د لېدلو په صورت کې دې ژر تر ژره امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا