سیاست

د افغانستان د جمهوررئیس حامدکرزي د اختریز پیغام متن:

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٦
د افغانستان د جمهوررئیس حامدکرزي د اختریز پیغام متن:
عیدسعید فطر را به مردم غیور و عزیز کشور تاریخی و رنج دیده ما تبریک گفته، به مسلمانان تمام جهان تبریک گفته از خداوند متعال بحیث یک بنده حقیر شان آرزو داریم به ما لطف کند به جهان اسلام، به مسلمانان صلح، امنیت وترقی نصیب فرمایند.
امروز خصوصا به این روز مبارک عید که روز خوشحالی است و روز سرور است به تمام آن کشورهای اسلامی که مردم اش در رنج، نا امنی، جنگ و تروریزم به سر میبرند از خداوند امنیت وصلح میخواهیم. از لیبیا تا پاکستان جهان اسلام در رنج است، هر روز در کشورهای اسلامی صدها شهید وکشته میدهیم. خصوصا امروز ما جهان اسلام وبخصوص مردم افغانستان به یاد مردم فلسطین در غزه هستیم که بسیار بی رحمانه کشته میشوند، شب و روز کشته میشوند در هر ساعت یک طفل آن شهید میشود، به آنها آرزو صلح، امنیت، ترقي و خوشحالی داریم.
خدای تعالی دې د نړۍ ټول مسلمانان له دې مصیبتونو څخه خلاص کړي او امن دې ورته راولي. او بیا زموږ خپلې خاورې افغانستان ته دې الله تعالی سوله، امن او ترقي راولي.
ستاسو به په یاد وي چې د انتخاباتو په شپوکې کله چې د انتخاباتو مبارزې وې او کمپاینونه وو، په ټول افغانستان کې الحمد الله خیر او خیریت و، په لکونو او سلهاوو زره افغانان را ووتل کمپاینونه یې وکړل،غنډي یې وکړې، اجتماعات یې جوړکړل خو الحمد الله یو سړی حتی زخمی هم نه شو او ټول په خیر تېر شول او تر انتخاباتو وروسته کله چې انتخابات ترسره شول کله چې د رایې شمیرنه شروع شوه هلته پر افغانستان حملې شروع شوې او شدیدې حملې شروع شوې. په دې څوارلسو کلونوکې زموږ پر هېواد داسې شدیدې حملې نه وې شوې لکه په تېرو دوه میاشتوکې چې وشوې او زموږ امنیتي ارګانونه هره ورځ په دوامداره توګه راپور راکوي چې خارجي تروریستان په ډیره پراخه پیمانه او په ډیر تعداد افغانستان ته داخل شوي دي او دلته پر افغانانو حملې کوي .خو په مقابل کې یې زموږ د خاورې امنیتي او دفاعي قواوې د خپلې خاورې دفاع کوي. ډیر شهیدان مو د امنیتي قواوو او ملکي وګړو ورکړي دي. لکه تل افغانستان په غیرت او همت د خپلې خاورې دفاع ته ولاړ دی.
ډیر هغه ځوانان د دې خاورې چې د طالب په نامه وژل کیږي موږ د هغوی له کورنیو سره هم غمشریکي کوو او تسلیت ورته وایو. دلته د طالبانو پر مشرانو غږ کوم چې پر افغانانو جنګ بند کړي او د پردیو د تروریستانو د راتګ زمینه ساز نه شي او د افغانستان د نا امنۍ او بې ثباتۍ زمینه ساز نه شي، سولې ته دې راشي او د خپلو وروڼو او خویندو سره دې د امن او عزت ژوند وکړي.
د افغانستان ملت انتخابات وکړل په میلیونونو رایې ورکولو ته را ووتل. د افغانستان خلک غواړي چې انتخابات یې ژر تر ژره نتیجه ورکړي ترڅو دا خاوره خپل نوی جمهورریس او نوی حکومت ولري او کارونه یې په چټکتیا او قوت پرمخ ولاړ شي.
په دې هیله او د افغانستان او د ټولې اسلامي نړۍ د خوشحالۍ او نیکمرغۍ په آرزو مو بیا هم دا اختر مبارک شه. باز هم عید همه تان مبارک باشد. خوشحال و آباد باشید. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته