جلال آباد/ باختر د ليندي اوولسمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د نومول شوي ولسوال په ګډون يوولس تنه ډار اچوونکي پرون د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې ووژل شول .
د ٢٠٥ سيلاب قول اردو وياند شيرآقا فقيري باختر آژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي د ننګرهار ولايت د حصارک ولسوالۍ د دواب په مربوطاتوکې د پوځيانو په ګډو عملياتوکې ووژل شول .
په وژل شويوکسانوکې د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د حصارک لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال په عاجز مشهور مولوي نور حسن هم شامل دى.
فقيري زياته کړه چې په دغو عملياتو کې پنځه تنه مشکوک کسان هم ونيول شول .
د يوبل خبرله مخې:
د وسله والو طالبانو د ډلې غړى په سرحدي مشهور فرهاد پرون هغه وخت د ماين د چاودنې له امله ووژل شو چې غوښتل يې هغه د ښوونځي د زده کوونکو او د ملکي وګړو دله منځه وړلو په مقصد دخوږياڼيو ولسوالۍ په مربوطاتوکې ځاى پرځاى کړي.
په دې پيښه کې بل چاته زيان نه دى اوښتى. ختم- عطاالله _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل