کابل /دکب ١٣مه/ باختر :
د بهرنيو خپرونو د ارزونې کمېسيون غونډه نن داطلاعاتواو فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شيواى شرق په مشرۍ جوړه شوه .
د باختراژانس د خبرله مخې، د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين شيواى شرق وويل چې دغه کمېسيون د هېواد داساسي قانون او د ټوليزو رسنيو د قانون په پام کې نيولو او دملي ګټو په ساتنې سره هغه کتابونه اوخپرونې چې له بهر څخه واردېږي او يا هم صادرېږي تر ارزونې لاندې نيسي .
د هغه د څرګندونوله مخې، کتابونه او نورې خپرونې له رسمي لارو څخه دارزونې په مقصد کمېسيون ته محول کېږي چې تر دقيقې ارزونې لاندې ونيول شي.
هغه زياته کړه، د دې کمېسيون د امنځته کولو اساسي موخه چې له حقيقي او حکمي اشخاصو څخه جوړ شوى دى دغير مجازو کتابونو د وېش مخنيوى دى .په دې غونډه کې د بهرنيو خپرونو دارزونې کمېسيون منشي احمد ضيا وزيري وويل چې کمېسيون په اوونۍ کې دوه ځلې غونډه کوي تر څو هغه کتابونه چې کمېسيون ته محول شوي دي وارزوي .
ختم_ ف _ اکرم