ټولنه

په قندهار کې دبريښا انرژۍ کمښت له منځه ځي .

کابل باختر دوري يو ديرشمه :
سره له دې چې دقندهار ولايت دانرژۍ او اوبو رياست  له خوا  شپاړلس  ميګاواټه  لمريزه بريښا  دقندهار صنعتي پارکونو ته ځانګړي کړي شوې  ده خو اړونده صنعتکاران ، دبريښنا  انرژۍ دکموالي له امله شکايت کوي .
دقندهار ولايت دانرژۍ او اوبو رييس انجنير سيد رسول دقندهار په ښار کې دبريښنا انرژۍ کموالي تاييد کړ او وي ويل ډير ژر به دغه ستونزه له منځه لاړه شي .  ده وويل دقندهار په ولايت کې ددهلى  په بند کار پيليږي  او ددغه بند دتوليدي فابريکې په فعاليدو سره به دانرژۍ دکموالي له پلوه ددغه ولايت دخلکو زياتره ستونزې اوارې شي .
دغه راز ده زياته کړه چې دقندهار صنعتي پارک ته دانرژۍ او اوبو رياست له خوا شپاړلس ميګاواته لمريزه بريښنا  ځانګړې کړي شوې ده اوپه راتلونکي کې به ورته زياته انرژي ورکړي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته