ورزش

د دولس کلنو د فوټبال د جام سيالۍ دوام مومي

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٩
په هرات ولايت کې د دولس کلنو ځوانانو د فوټبال د جام سيالۍ نن مازيګر په دوو لوبوسره دوام مومي.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو سياليوکې د هرات باستان ټيم د پامير له ټيم سره او دپيمان ټيم له افغان ټيم سره لوبې کوي.
د ضيا د څرګندونو له مخې : د دولس کلونو تنکيو ځوانانو دفوټبال جام سيالۍ له څه مودې راپه دې خوا د دولسو ټيمونو په ګډون په هرات ښارکې پيل شوې دي چې په پرونيو سياليوکې داتفاق ټيم د دوو په وړاندې په څلورو سره دهرات باستان ټيم ته ماتې ورکړه او د آريانا ټيم د صفر په وړاندې په څلورو سره د پيمان پرټيم بريالى شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته