سیاست

ډاکتره حبيبه سرابي: له اسلامي ګوند سره د خبرو په څلور ويشتو دوروکې بهرنيانو رول نه درلود

کابل باختر دوږي دمياشتې لومړۍ نيټه  :
د سولې د عالي شورا مرستياله ډاکتره حبيبه سرابي وايي چې دغه شورا د بين الافغاني خبرو په اصل ټينګار کوي او د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له اسلامي ګوند سره د خبرو په  ٢٤ دوروکې بهرنيانو کوم رول نه درلود.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې څه موده مخکې د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار له خلکو سره په کتنه کې وويل چې د سولې له بهير سره د دغه ګوند په پيوستون او خبروکې د سولې عالي شورا کوم رول نه درلود.
خو د سولې د عالي شورا مرستياله ډاکتره حبيبه سرابي وايي چې د حکمتيار په مشرۍ له اسلامي ګوند سره د سولې د خبرو په  ٢٤ پړاوونوکې هيڅکله   بهرنيانو رول نه درلود.
دې وويل: د خبروپه  ٢٤ دورو برسيره له اساسي قانون څخه نيولې د ښځو تر حقوقو پورې د بېلابېلو موضوعګانو په باب د حکمتيار په مشرۍ د اسلامي ګوند او د سولې د عالي شورا ترمنځ خبرې شوې دي.
ډاکترې حبيبې سرابي څرګنده کړه: په وروستۍ غونډه کې وپيتل شوه چې له اسلامي ګوند سره دسولې موافقه ليک اعلام شي، خو د دغې شورا پخواني رئيس ارواښاد پير سيد احمدګيلاني د دغه موافقه ليک په باب په ملي اجماع ټينګار وکړ.
دې دغه راز وويل: د هغو بنديزونو د لرې کولو په اړوند چې د اسلامي حزب د مشرتابه په وړاندې موجود و، د سولې عالي شورا مجبوره وه چې له مشخصو لارو څخه  بهرنيانو ته مراجعه وکړي .
په دغو څرګندونو سره په ډاګه کيږي چې د سولې عالي شورا په دغو خبروکې اغيزمن او د پاملرنې وړ رول  لوبولى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته