خبرونهامنیت

امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې ۶ تنه خوارج ونیول

کابل، د لړم ۲۲مه، باختر

د ملي دفاع وزارت د هېواد په ختیځ کې د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په پایله کې د ۶ تنه خوارجو د نیول کېدول خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو يې په ننګرهار ولایت کې د خوارجو په یو پټنځای چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۶ تنه خوارج نیول شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په دغو عملیاتو کې ۱ میل کلاشینکوف، ۱ تومانچه او یو شمېر نور نظامي توکي هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شوي کسان د نورو پلټنو په موخه اړوندو ارګانونو ته ورمعرفي شوي دي.

د ملي دفاع وزارت همدارنګه ډاډ ورکړی، چې هیچا ته به اجازه ورنکړي، چې د هېواد امنیت ګډوډ کړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا