سیاست

د ملګرو ملتو د سازمان د بشر دوستانه مرستو انډي کندز ته ليږدول کيږي

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢٧  :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت معين نصيراحمد انديشه نن د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي نيکولاس هيسم سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړى د بهرنيو چارو وزارت معين د هېواد په شمال ختيځو ولايتونوکې د يوناما د فعاليتونو او په دغو ولايتونوکې د هغې د دفترونو د بيا پرانستلو د څرنګوالي په باب د معلوماتو غوښتنه وکړه.
وروسته د افغانستان لپاره د ملګروملتو دسازمان د سرمنشي ځانګړي استازي  څرګنده کړه چې په دغو ولايتونوکې د يوناما د دفترونو کارکوونکي خپلو دفترونو ته د ستنيدو په حال کې دي او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کابينې له پريکړې سره سم د کندز ولايت د حالت  د تحليل او څيړنې په مقصد د افغانستان  او د يوناما د اړوندو ادارو يوه ګډه کميټه به د دغه ولايت مصيبت ځپلوکسانو ته د بيړنيو بشردوستانه مرستو په رسولو او بيا جوړولو سره چې د مرستندويو سازمانونو او هېوادونو د ملاتړ غوښتنه کوي، په نږدې راتلوونکې کې په کار پيل وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سازمان ځانګړي استازي زياته کړه چې د بشردوستانه مرستو زيات انډي به چې  شړۍ، درمل او لومړني خوراکي توکي پکې دي؛ سبا د کندز ولايت ته وليږدول شي او د جوماتونو له لارې به په زيانمنو شويو او  مستحقوکسانو وويشل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته