نړۍ

تبصره

کابل باختر د غبرګولي  څليرويشتمه :
په ميانمار او په نورو ځايونو کې دمسلمانانو په وړاندې زړه بوږ نوونکې  پيښې دهرويښ  انسان روان او وجدان ټپي  کوي او ددې وخت  رارسيدلى دى چې دبشر دحقوقو مدافع  بنسټونه او حکومتونو  له دوه ګوني چلند او داوتو بوتو له  ويلو څخه ډډه وکړي او په ميړانې سره دحق  او عدالت ددفاع په سنګر کې  ودريږي .
  دباختراژانس مبصر ليکي: دبرما يا ميانمار په هيواد کې رو هينګاه مسلمانان له څو کلونوراپديخوا له ګڼو ستونزو ، ناتارونو اوظلمونو سره چې آن سارى يې په منځنيو پيړيو کې نه دى ليدل شوى مخامخ دى .
دميانمار  دمسلمانانو دټولنې ستونزې چې شميريې يو مليونو درې  درسو زرو  تنو ته رسيږي دومره دردونکې ، زړه بوږ نوونکې  او ډارونکې دى چې نه شو کولاى هغه د څوجملو په قالب  کې ځاى  کړو اويا په دې باب څو جملې ووايو ، په ميانمار او په نورو ځايونو  کې مسلمانان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي هغه ستونزې چې له بنسټپالنې او داسلام له دايرې څخه بهر له ټپل شويو پروګرامونو څخه ورته کيږي هغه  څه چې په ميانمار کې دمسلمانانو دلږکي په باره کې هغه هم دافراطي بودايانو له خوا ترسره شوى اويا ترسره کيږي ښيي چې بنسټپالنه په ټولو اديانو او په نننيو  بشري ټولنو کې شته او له بشريت څخه قرباني اخلي او په يوه پراخ او نه کنترول  وړ جنايت بدليږي .
له بده مرغه  په بيلابيلو مذهبونوکې دافراطيونو  اصلي  هدف مسلمانان دي که چيرې نن  په ميانمار کې مسلمانان په مظلومانه  ډول شهيدان  کيږي طالبان په بل نامه مسلمانان وژني ، داعشيان هم له بودايانو ، طالبانو او نورو څخه بيرته نه پاتې کيږي هغه ناتارونه چې دغې ډلې دمسلمانانو په وړاندې ترسره کړي دي د انساني درک او تصور پرخلاف دي .
داټول  ددې څرګندوى دي چې مسلمانان دبنسټپالو فعاليتونو ښکار دي .
هغه کسان چې دغه شان جنايتونه  طرحه او رهبري کوي له اسلام سره له دښمني پرته بله انګيزه  نه لري او له اسلام سره دښمني اوس په نورو مذهبونوکې دافراطي  کړيو دکړنو او رهبرۍ محور دى او طالبان او داعش، القاعده او بودايان دهمدغو کړيو دپروژو يوه برخه ده .
دلته  دبشر دحقوقو  دمدافعو  سازمانونو او دحکومتونو مانالرونکى  چلند او چوپتيا ده چې ولې په برما کې دبودايي افراطيونو په لاس د  مسلمانانو دوژنې اويا دداعش ،طالب او القاعده په ګډون دنورو افراطي  جريانونو په لاس دمسلمانانو دوژنې په وړاندې ارام دي .
  که چيرې دغه شان نه دى ولې لويديځ دولتونه او دبشر دحقوقو دساتنې سازمان په برما ، افغانستان ، يمن ، سوريه او عراق کې دمسلمانانو دوينې په وړاندې غلي دي .
  درنګون دخپل سري حکومت اويا دنورو  حکومتونو پرخلاف چې دافراطي  پروژو ترشادي په يو ډول نه يو ډول ملاتړ کوي ، ددوى په ناوړو او بدو عملونو سترګې پټوي او فرصتونو ته سترګې په لاره دي .
  وړمه ورځ زموږ  يوشمير هيوادوالو په کابل او دهيواد په نورو ښارونوکې دهغو ظلمونو په وړاندې چې روهينګا ، مسلمانان په برما او په نورو هيوادونوکې ورسره لاس او ګريوال دي په اعتراض  لاس پورې کړ او په دې ترتيب يې وښودله  چې ويښ وجدان لري او په برما او په نورو ځايونو کې  دخپلو مسلمانو ورونو په نسبت دمسووليت احساس کوي  او درنګون له خپل سري حکومت څخه غواړي چې ددغه هيواد دمسلمانانو دمدني ازاديو او دهيوالۍ دحق درناوى  وکړي او رعايت يې کړي او ديو دولت  په توګه دهغوى    دژوندانه  مصوونيت تضمين کړي .
دغه راز دغه مسئله هم دغور او دقت وړ ده چې يوشمير اسلامي حکومتونه په برما کې دروانو پيښو اويا د هغو جنايتونو په وړاندې چې په نورو ځايونو کې دمسلمانانو په وړاندې ترسره کيږي ګډ دريځ نه لري آن دهغو په نسبت  سليقوي نظر لري  او له يوبل سره  په سيالۍ کې دي چې دا دمسلمانانو او  داسلامي حکومتونو  حال ته لازم نه دى .
دغه راز اسلامي حکومتونو ته لازمه ده  چې دبنسټپالو فعاليتونو په اړوند هم  داسلامي ټولنو په محدوده کې او هم داسلام له دايرې څخه بهر ګډ او رغنده دريځ ولري  او په غوڅه توګه  دفاع وکړي چې دبشري حقوقو بنسټ  حکم کوي  دبشري کورنۍ هيڅ غړى دژوندانه له حق او  دهيوادنى له حق څخه بې برخې پاتې کيداى نه شي او داکار  په افراطي  جريانونو او ددغه شان  جريانونو په ملاتړو حکومتونو  ومني . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته