خبرونهورزش

امو نهنګانو لوبډلې پامیر زلمو ته ماتې ورکړه

کابل، د زمري۹ مه، باختر
د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ په پنځوېشتمه لوبه کې امو نهنګانو لوبډلې پامیر زلمو لوبډلې ته د ۲۹ منډو په توپير ماتې ورکړه.
د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو پنځوېشتمې لوبې پچه پامیر زلمو لوبډلې وګټله او لومړی یې امو نهنګانو لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
امو نهنګانو لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې په شلو آورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۳۰ منډې هدف وټاکه. په ځوابي توپ وهنه کې پامیر زلمو لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره په شلو آورونو کې ۱۰۱ منډې جوړې کړې او د ۲۹منډو په توپير یې سیالۍ لوبډلې ته لوبه بایلوده.
د یادونې وړ ده چې د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو ۲۶مه سیالي د بند امیر ښامارانو او سپین غر پړانګانو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
دغه سیالۍ د روانې جولای میاشتې په ۱۸مه پیل شوي چې د اګست تر پنځمې به دوام وکړي.
س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا