امنیت

په بلخ کې د جنايي جرمونو کچه ټيټه شوې ده

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې پنځلسمه
په بلخ ولايت کې د روان کال په لومړيو دريو مياشتوکې د١٣٩٢ کال په نسبت جنايي جرمونوکمښت موندلى دى .
دبلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مدير سمونوال صلاح الدين دباختر آژانس خبريال ته وويل: د ١٣٩٢ کال په لومړيو دريو مياشتو کې په بلخ ولايت کې ٤٩١ جنايي او جرمي پيښې وې چې سږ کال دغو ٤٠١ موردته کمښت موندلى دى.
ده زياته کړه چې په دغو پيښوکې ترافيکي پيښې، وهلې او ډبولې او فاميلي وژنې شاملې دي چې ددغو پيښو په اړوند ٤٨٢ تنه نيول شوي او عدلي او قضايي مراجعو ته معرفي شوي دي .
خبرځاى زياته کړه: د جنايي جرمونو د کمښت علت د بلخ ولايت د خلکو همکاري، د مزارشريف ښار په ټولو ناحيوکې د جنايي پرسونل استخدامول او په اوونۍ کې يوځل له سپين ږيرو او د ملا امامانو سره خبرې دي چې له ١٣٩٣ کال له پيل څخه عملي شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته