امنیت

په کونړکې د یوه قوماندان په ګډون درې تنه داعشیان وژل شوي دي

کابل / باختر/ دسلواغې دمياشتې ٩ نيټه :
په کونړ ولایت کې د قوماندان نجم الدین په ګډون درې تنه داعشیان وژل شوي او یو تن یې ژوندی نیول شوی دی.
د۲۰۱ سیلاب قول اردو د رســــنـــیــو دفـــتـــر باختر آژانس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي:
د ملي امنیت د (۰۲) قطعې د منسوبينو د ځانګړو عملیاتو په بهیر کې تېره شپه د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د لیچلام په سیمه کې د داعش ډلې یو تن قوماندان نجم الدین له ۳ تنو نورو جنګیالیو سره ووژل شو او د قاري محب الله په نامه یو تن بل غړی یې نیول  شوی دی .
پای – ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته