سیاستخبرونهTOP

امیرخان متقي: یو پر بل د نیوکو پر ځای باید همکاري وکړو او په پرمختګونو سترګې پټې نه کړو

 کابل، د تلې۲۰مه، باختر

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینټ او مل پلاوي سره وکتل.

مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د بشري حقونو په وضعیت کې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چي جنګسالاران، انسان تښتوونکي او غاصبین نور د چا حقونه نشي خوړلای.

متقي همدارنګه وویل، چې امیرالمؤمنین د اسلامي امارت مسئولینو ته په خپلو فرامینو او مجالسو کې د ولس سره په ښه چلند او د حقوقو په ورکړې تینګار کوي.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وویل: « پر یو بل د نیوکو پر ځای باید همکاري سره وکړو، حقایق خپاره کړو او کوم پر مختګونه چي رامنځته شوي هغو ته وده ورکړو».

 په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي بینټ د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر له معلوماتو او وضاحت نه په مننې سره تینګار وکړ، چې د حقایقو د سم بیان او راپور ورکولو لپاره لازمه ده، چې هر څه په خپلو سترګو وویني او له همدې کبله يې افغانستان ته د سفر کولو پرېکړه کړې ده. نوموړي د اسلامي امارت د چارواکو لخوا د برابرو شویو اسانتیاوو نه مننه او د هر ډول متقابلې همکارۍ ژمنه وکړه.

په پای کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د بشري حقونو د وضعیت د لا ښه کېدو لپاره د افغانستان اسلامي امارت ټولو ادارو لخوا د هلوځلو او ژمنتیا په هکله ښاغلي بینټ ته ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي تر دې وړاندې د ریاست الوزار له اداري مرستیال سره هم کتلي وو.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا