اقتصاد

د ١٣٩٥ مالي کال د ملي بودجې مسوده مشرانو جرګې ته معرفي شوه

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٧
د ١٣٩٥ مالي کال د ملي بودجې مسوده نن د حکومت له لوری مشرانو جرګې ته معرفي شوه.
دغه غونډه چې په دوو برخو کی د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار او د یادې جرګی د لمړی نایب محمدعلم ایزدیارپه مشرۍ جوړه شوې وه، په پيل کې په پارلماني چارو کې د دولت وزير پوهنمل غلام نبي فراهي د خپلو خبرو په ترڅ کې مشرانو جرګې ته د بودجې وړاندي کول داساسي قانون د ٩٨ مادې سره په مطابقت کې وباله او د ملي شورا له خوا يې تصويب او د حکومت له لوری یی پلي کول، د دموکراسۍ له مزایاوو څخه یادکړه.
ورپسې د ماليې وزير اکليل حکيمي د افغانستان د اقتصادي موقعيت ،د کورنيو او بهرنيو مرستو او پانګونې د جلب له پاره د نړيوالې ټولنې سره حکومت د اړيکو ښه والی،د مالي ځواکمنيتا او ظرفيتونو په تشريح کولو سره وويل د ١٣٩٥ مالي کال ملي بودجه څلور سوه يو شپېته اعشاريه اته ميليارده افغانۍ چې د اوو اعشاريه درې ميلياردو ډالرو معادل ده ترتیب شوی، چې له دي جملي څخه دوه سوه درې اتيا اعشاريه درې مليارده افغانۍ چې د څلورنيم ميلياردو ډالرو سره سمون خوري يعنې( ٦١سلنه) يې عادي بودجه تشکيلوي چې د ١٣٩٤ مالي کال د عادي بودجې په تناسب له يو فيصد څخه کم کمښت ښیی او د ١٣٩٥ کال پراختيايي بودجه يوسلو اته اويا اعشاريه پينځه ميليارده افغانۍ چې د دوه اعشاريه اته ميلياردو ډالرو معادل ده، د ټولې بودجې (٣٩ سلنه) رانغاړی چې د ١٣٩٤ مالي کال د پراختيايي بودجې په تناسب شاوخوا پينځلس سلنه زياتوالي څرګندوي.
د ماليې وزير د راتلونکې مالي کال عادي بودجه کې بدلونونه د پوهنې اوعامی روغتیا په سکتورونو، متقاعدينو ،او دشهيدانو د وارثانو په برخه کی زياتوالي په ډاګه کړ، زياته يې کړه چې د ١٣٩٥ کال د بودجې په مسوده کې د جوماتونو اووه سوه تنه ملا امامان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په تشکيل کې شامل شوي دي او هم شل ميليونه افغانۍ د قرآنکريم د ښه تلاوت سياليو د جوړېدو د لګښت په موخه په پام کې نيول شوي دي او زياته يې کړه چې د متفرقه او احتياط کودونو په برخو کې د مرکزي بانک د پانګې د کمښت د جبران، د شتمنيو د ساتلو او مراقبت، د پراختيايي پروژو د امنيت د نيولو او ساتلو، معاش اورتب، بېړنيو حالاتو، ناڅاپي پيښو او د معاشونو د فيس دانتقال له پاره په پام کې نيول شوي دي.
د ماليې وزير همدا راز په راتلونکې کال کې د حکومت عمده پلانونه په ډاګه کړل، ويې ويل چې پوځي او ملکي سکتورونو په کنفرانسونو کې د ګډون، د افغانستان د دويمې ملي پراختيايي استراتيژۍ د ترتيب،دکابل،بادغیس،غزنی،ارزگان،فراه،بلخ،سرپل،سمنگان،پکتیا،پکتیکا اولغمان په ولايتونو د اداري ودانيو د جوړېدو، د جوماتونو تر څنګ د ښځو له پاره د لمونځ کولو ځاي د رغونی، د کابل، بدخشان، غور،فاریاب، بادغیس،نیمروز، خوست،کندهار،غزنی، دایکندی،هرات اوبلخ په ولایتونو کی د هوايي ډګرونو رغول، تجهيز او څارنه، د لوګر، ګرديز، پکتيکا او خوست ولايتونو ته کابل څخه د بريښنا د تمديد او انتقال، آقينه څخه اندخوي او شبرغان ته د پينځو سوو کيلو واټو بريښنا د ليږد، د خواجه الوان پلخمري په دښته کې د سب ستيشن د جوړېدو او ارغندي څخه کندهار ته د بريښنا د انتقال، د باغدرې بريښنا بند عملي مطالعه، د آب شاه توت، مچلغو، شاه و عروس، ماڼوګي د اوبو بندونو د ديزاين او ساختمان او د انرژۍ په برخه کې د لسګونو کوچنۍ او لويو پروژو د جوړېدو، د دوشي- پلخمري سړک د جوړېدو او کرېړ، د بامیان،سمنگان،فاریاب،جوزجان،تخار،میدان وردک اوغزنی دسړکونو رغول اوځينې نور موارد دي، او زياته يې کړه چې د بودجې په سند کې د لوړو زدکړو، پوهنې او روغتيا وزارتونو له پاره ٧١٠ ميليون ډالره او د کليو د پراختيا، کرهڼې او ورزش له پاره د ٤٨٢ ميليونو ډالرو زياته بودجه ځانګړي شوي ده او زياته يې کړه چې حکومت هڅه کوي تر څو د ګټورو پاليسو له طريقه د کرهڼې، بنسټونو، استخراجي صنايعو، هوايي او ځمکني ترانسپورت په سکتورونو کې د کورنيو او بهرنيو خصوصي پانګوالو د جذب او پرمختګ له پاره مناسب بستر او خدمات برابر کړي او په پای کی یی ژمنه وکړه چی دمشرانوجرګی په عمومی او کمیسیونونوپه استماعیه او استجوابیه غونډو کی به ،دخپل کاری ټیم سره یوځای دبودجی دمسودی په هکله د سناتوران پوښتنی ځواب کړی.
د ١٣٩٥ کال د ملي بودجې دمسودې په وړاندي کولو سره د مشرانو جرګې رئيس د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمېسيون او نورو کمېسيونونو ته دنده وسپارله چې دغه بودجه په دقيق ډول وڅيړي او خپلې مشورتي نظريې دي په راتلونکې غونډه کې د مجلس غړو او اړوندو مسولانو سره شريکي کړي.
همدا راز په غونډه کې د دولتي مقاماتو د معاشونو د تنظيم قانون طرح چې د اقتصاد، مالي او بودجې په کمېسيون او نورو کمېسيونونو کې تر مطالعي اوڅیړنی لاندي نيول شوې وه د سناتورانو ډاکټر انار کلي هنر يار، محمد عظيم قوياش او صالح محمد له خوا وړاندي شوه او ياد قانون په دوو فصلونو او اوو مادو کې د رايو په اکثریت تصويب شو.
خو د غونډې په آزاد بحث کې د خلیل الله فیروزی سره دښارګوټی دجوړولو دتړون دلغوپه هکله دجمهور ریاست اقدام وستایل شوِ اود مجلس غړو د خپلو خبرو په ترڅ کې جمهور رئيس ته د اساسي قانون او د هېواد د نورو قوانينو خلاف د مشورو وړاندي کول یی د پوښتنې وړ وبلل اوپه کابل ښار کې د هوشمند په نوم د ښارګوټي د جوړېدو په اړه یی د کابل بانک د اختلاس کوونکو څخه د يو تن مجرم خليل الله فيروزي سره د ښارجوړونې چارو وزارت په وروستي قرارداد سخته نيوکوه وشوه، ويې ويل چې خليل الله فيروزي د خپلو نورو يو شمېر همکارانو سره د افغانستان دملت امانت پيسې غلا کړي او د خلکو په دغې پانګه يې له هېواد څخه بهر پانګونه کړي ده، په داسي حال کې چې ځانګړي محکمې نوموړې د لسو کلونو څخه په زيات تنفيذي بند محکوم کړي دي، خو دملی وحدت دحکومت مقاماتو د افغانستان دقوانينو خلاف،د کابل بانک داختلاس له یوتن مجرم سره د ښار ګوټي د جوړېدو قرارداد تړي.
سناتورانو د خپلو نظريو په وړاندي کولو سره ادعا وکړه چې دغه مجرم د هوساينې د لوړو امکاناتو سره د ورځې په زندان او د شپې له خوا آرام په خپل کورکې ويده کيږي او ټينګار يې وکړ چې د ملي يووالي حکومت دي د خليل الله فيروزي شاوخوا شپېته جريبه ځمکه د نوموړي د پور په بدل کی محاسبه او کابل بانک ته دي انتقال کړي.
همدا راز د مجلس غړو کابل ښار کې د بي کيفيته او غير معياري لوړپوړيزو ودانيو په رغولو نيوکه وکړه، ويې ويل چې قصر بختاور او نورې لوړپوړي ودانۍ چې د اونکس ساختماني شرکت له خوا رغول شوي دي، معياري نه دي او هم د قصبي بلاکونه په ټاکلي وخت نه دي ويشل شوي، وړانديز وشو چې په يوې عمومي غونډه کې دي د ښارجوړونې چارو وزير د سناتورانو پوښتنو ته ځواب وړاندي کړي.
په دی توګه په غونډه کې ايزديار د ملي شورا د شهيدانو په لمانځغونډه کې د خپل ګډون څخه يادونه وکړه، ويې ويل چې د شهيدانو وارثانو شکايت وکړ چې امنيتي او کشفي بنسټونو د دوي د خپلوانو د شهادت دوسیی په هغه ډول چې لازمی وی؛ نه دي څيړلي او د ملي يووالي حکومت څخه يې وغوښتل چې د ملي شورا د شهيدانو دوسيې دي يو ځل بيا په اساسي توګه دي وڅيړل شي اوهم په غونډه کی د غزني ولايت د ديني علماو څخه د يو تن غلام جيلاني عرفاني وژنه وغندل شوه او کورنۍ او د غزني ولايت خلکو ته ډاډګېرنی مراتب څرګنده شول.
په همدی توګه د غونډه په یوه برخه کی دمشرانوجرګی دپخوانی پریکړی له مخی دامنيت د ټينګښت او ښاريانو ته د خدمتونو د وړاندي کولو په برخو کې د کنړ ولايت دمسئولانو د ګټورو خدمتونو او فعاليتونو په وياړ تقدير وشو او د مشرانو جرګې تقدير ليکونه د ياد ولايت والي وحيدالله کليمزي، امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيد خيلي، د ولايتي شورا رئيس دين محمد پيلوټ او د يادې شورا مرستيال جمال الدين سيار ته ورکړل شول.
دغه راز د ملي شورا د امنيتي چارو پخواني رئيس لوي پاسوال شير عزيز کامه وال د ښو او ګټورو خدمتونو په وياړ چې د څو کلونو راهيسې يې د خلکو داستازو اوملي شورا د مقر د امنيت په نيولو کې هر اړخيزې او بریالی هڅې کړي دي او اوس مهال د کندز ولايت د ٧٠٧ زون د قوماندان په توګه ګمارل شوي ستاينه ورڅخه وشوه او نوموړي ته دمشرانوجرګی در رئیس او اداری هیئت له لوری ددی جرگی تقديرنامه او نشان ورکړل شوه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته