(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

امیرخان متقی، د اوبو مسئله باید سیاسي نه شي

تبصره ، کابل د غبرګولي ۳ مه باختر

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له ایران څخه غوښتي چې د اوبو مسئله سیاسي نه کړي.

د باختر اژانس مبصر لیکي: دا سلامي امارت د بهرنیو چارو  وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په خپلو نویو څرګندونو کې ویلي: د اوبو مسئله مه سیاسي کوئ او د رسنیو پرځای دې دغه مسله د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو ورځو کې د ایران اسلامي جمهوریت یو شمېر جګپوړو مقاماتو له افغانستان څخه د دغه هېواد د اوبو د حقابې په هکله یو لړ څرګندونې کړي دي چې دا نارې سورې د یو شمېر غربي او مغرضو رسنیو لپاره په یوه سوژه  بدلې شوې دي. دغو رسنیو په خپلو نامتوازنو خبرو او تبلیغاتو سره هڅې کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکو ته زیان ورسوي، په داسې حال کې چې د ایران د اوبو د حقابې مسله په دې کچه نه ده چې د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې کړي، ځکه په عقل او تدبیرسره کیدای شی هرې ستونزې ته لاره پیدا شي او دقیقا مولوی امیرخان متقی وړمه ورځ په خپلو خبرو کې پر همدې مسئلې خبرې کړې او ویلي یې دي چي د اوبو مسئلې د سیاسی کولو پرځای دې دغه ستونزه د خبرو اترو او د هغو واقعیتونو پراساس چې په ساحه کې شتون لري، حل کړي.

د اسلامي امارت مقامات تل د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو هغې معاهدې ته چې په ۱۳۵۱ کال کې د وخت د دولتونو ترمنځ لاسلیک شوې ژمن دي، خو یوه خبره شته چې له ۱۳۵۱ کال څخه تر نن پورې نه یوازې افغانستان او ایران، بلکې ټول ګاونډي هېوادونه، سیمه او نړۍ له اقلیمي بدلونونو سره مخ دي.

لکه څنګه چې نړۍ په اوس وخت کې د سختو وچکالیو شاهده ده، نو د اقلیم د بدلون له پلوه د افغانستان ستونزې او زیانونه هم روښانه دي.

د ژغورني نړیوال سازمان د وروستي راپور له مخې، افغانستان په نړۍ کې د اقلیم د بدلون له پلوه درېیم زیانمنونکی هېواد دی او دغو بدلونونو د افغانستان د اوبو پر سرچینو تر ټولو زیاتې بدې اغېزې کړې دي. پرله پسې وچکالۍ او د اورښتونو کمښت د دې لامل شوی چې افغانستان نورهم  په دښته بدل شي. نن ورځ د افغانستان ځنګلونه د افغانستان د ټولې جغرافیې له څلور سلنې څخه کم دي. دغه ستونزې د اوبو له کمښت او دوامداره وچکالۍ سره تړاو لري، چې نه شو کولای له هغه سطحي تېر شو او له پامه یې وغورځوو او دا هغه ستونزې دي چې تشریح کولو ته اړتیا نه لري.

د افغانستان اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې د هغو ستونزو حل په اړه اقدام کړی، چې د کنټرول او حل وړ وې، خو له کنټرول  څخه وتلي مجبوریتونه چې د انسان له ظرفیتونو څخه لوړ وي، باید درک شي.

په سیستان او بلوچستان کې زموږ وروڼه چې د اوبو د کمښت له پلوه له ستونزو سره لاس او ګریوان دي، موږ یې درک کوو او په دې برخه کې افغانان له هر ډول همکارۍ څخه دریغ نه کوي.

په اوس وخت کې د کجکي بند د اوبو له کمښت سره مخ دی، زېرمه له نیمایي څخه راټیټه شوې؛ جدي اړتیا ده چې حقایق په پام کې ونیول شي. له همدي امله هغه مسایل چې د خبرو اترو له لارې د حل وړ وي، اړتیا نشته چې ناندرې پرې و وهل شي څو د نورو هېوادونو مداخلې ته زمینه برابره نه شي.

موږ باید د اقلیم بدلون او د وچکالۍ له امله رامنځته شوي ستونزې درک کړو، هغه عامه ستونزه وګڼو او د مدیریت لپاره یې په ګډه کار وکړو او منطقي دریځ غوره کړو.

له بده مرغه نن  په ایراني رسنیو کې له احساساتو ډکې کلمې مطرح کېږي. د دغه شان احساساتي کلمو کارول د هغه غبرګون لامل کېږي  چې موږ هیڅ ځای ته نه رسوي.

ښه به دا وي د دې پرځای چې ووایو “څرنګه  له افغانستان څخه خپله حقابه ترلاسه کړو”

منطقي وغږېږو، د  واقعیتونو په رڼا کې تصمیم ونیسو او د اوبو د کمښت له امله د رامنځته شوې ستونزې د دایمي حل لپاره ګډ پلانونه ولرو.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا