اقتصاد

ام ټي ان دپيسو دليږدونې پروګرام پيل کړ

دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې پرمختيا اداره دپيسو دليږ دونې  په نوي پروګرام  کې دام ټي ان  له مخابراتي شرکت سره  ديوسلو اتيا زرو امريکايي ډالرو مرسته کوي .

 ددغو همکاريو تړون  نن دام  ټي ان  دمخابراتي شرکت داجرائيوي رييس جبارحسن او دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي پروګرام داستازي له  خوا لاسليک شو.

 ددغه شرکت  اجرائيوي رييس ددغه تړون دلاسليک کولو په وخت کې وويل ددغه پروګرام په عملي کېدو سره په لسگونوزره تنه افغانان له نوي مالي سيستم سره نښلول کېږي چې په آساني سره  په ټول افغانستان کې خپل معاشونه ترلاسه کړي اويا پيسې  له  يوې سيمي څخه بلي سيمي ته وليږي.

ده زياته کړه دام ټي  ان شرکت هلې ځلې کوي چې دافغانستان بانک په همکاري ددولتي ادارو سيستم  دڅارنې په پروګرام کې شامل کړي.

په همدي ترتيب دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت معين وهاب الدين سادات وويل  ددغه پروګرام اغيزي کېداى شي په لرو پرتو سيمو کې  چې دپيسو ليږدونه سخته ده او معاشونه يي په خپل وخت نه اجراکېږي وليدل شي .

دماليي وزارت د خزانو رييس محمداقا دام ټي  ان  دمخابراتي شرکت ددغه نوښت له امله  قدرداني وکړه او ويې ويل له دغه چلند څخه په استفادي سره کولاى شو دبانکوټونو دزړښت مخه ونيسو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته