اقتصاد

د اقتصاد عالي شورا اختصاصي غونډې د صنعتي پارکونو پر انکشاف بحث وکړ

کابل/ د وري ٧مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د صنعتي پارکونو د انکشاف په اړه د اقتصاد عالي شورا اختصاصي غو‌‌‌‌‌نډه جوړه شوه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې پرون مازیګر وشوه، په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي د صنعتي پارکونو د انکشاف په برخه کې د همغږۍ په خاطر له والیانو مننه وکړه ويې ویل: په تېرو ۴ کلونو کې د صنعتي پارکونو جوړولو پروژه بشپړه شوې، په روان کال کې د صنعتي پارکونو ۹ پروژو د جوړولو پر پلان او په ۵ ولایتونوکې د صنعتي پارکونو پر جوړولو کار روان دی.
هغه زیاته کړه: موږ په لومړي ځل د صنعتي پارکونو د انکشاف او مدیریت لپاره ستراتېژي، پالیسي او کړنلاره برابره کړی ده.
وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو تن مسوول دروېش طاهري د صنعتي پارکونو په اړه هراړخیز تخنیکي معلومات او په دې برخه کې شته ننګونې او وړاندیزونه بیان کړل.
وروسته د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست جواد پیکار او د کابل، قندهار، پکتیا، خوست، پروان، هرات او ننګرهار والیانو د صعنتي پارکونو او همداراز د پانګونې پر وړاندې د خنډونو او صنعتي پارکونو د ایجاد په اړه خبرې وکړې او خپلې حل لارې یې وړاندې کړې.
جمهورريیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د کوچني او لوی اقتصاد په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د څېړنو او ارزونو مننه وکړه.
هغه وویل: د ښار جوړولو وزارت وضعیت د پالیسۍ له اړخه ښه دی، خو د پروژو د تطبیق له اړخه ستونزه لري او باید د پروژو په تطبیق کې د ستونزو له منځه وړلو په برخه کې د دغه وزارت ولایتي ريیسان له والیانو سره همغږی عمل وکړي.
جمهورريیس غني زیاته کړه: هغه مهال د صنعتي پارکونو د ایجاد لپاره مرستې ترلاسه کولای شئ چې حقوقي ستونزې نه وي موجودې، همدا راز دې والیان خپلې غوښتنې او ستونزې د ښارجوړلو له وزارت سره شریکې کړي او دا وزارت مکلف دی چې ستونزو ته ژر رسېدګي وکړي.
جمهورريیس پر دې په ټینګار سره چې د ښار جوړولو وزارت کارونه دې چټک شي وویل: له دې وروسته به زه له والیانو سره په متواتر ډول غونډې ولرم او باید د انکشافي پروژو پر وړاندې حقوقي ننګونې حل شي.
جمهورريیس غني وویل: د پانګونې جلبولو په خاطر باید خنډونه لري شي، همدا راز دې د قانون پر مبنا د ښارګوټو جوړولو په خاطر د ځمکې د لېږد پروسه چټکه شي.
جمهورريیس د برېښنا ستونزې پر حل ټینګار وکړ ويې ویل: د برېښنا په اړه باید واضح پلان ولرو، باید پر هغه سکتور پانګونه وشي چې ژر پایله ورکوي؛ دغه راز دې د کرنې په برخه کې د پانګونې لپاره اساسي ګامونه واخېستل شي.
د هېواد جمهورريیس د پانګونې د نویو طرحو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ ويې ویل: باید د طبي وسایلو پر تولید پانګونه وشي.
جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې سکتوري وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې د زېربنا او برېښنا ستونزه په اساسي توګه حل او په صعنتي پارکونو کې باید ښځو ته د لا زیاتې پانګونې زمینه برابره شي.#
پاى/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته