ټولنه

په ايبکوکې هنري نندارتون جوړ شو

ايبک باختر دليندي  نولسمه :
د سمنګانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست پرون د دغه ولايت په مرکزکې  د انځورګرۍ او خطاطۍ نندارتون جوړ کړ.
د سمنګانو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فتح الله وافي باختر آژانس ته وويل: په دې نندارتون کې د دولسو تنو سمنګاني هنرمندانو ٥٠ آثار د يوې اوونۍ لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي .
  ده د دغه نندارتون د جوړولو هدف د  هنرمندانو د استعدادونو وده او له تاريخي آثارو سره د دوى بلدتيا وبلله او ويې ويل: هغه آثار چې په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي دي؛ د تاريخي څلو او فرهنګي ميراثونو په باب دي .
ويل کيږي؛ پخوا هم د هنر د نړيوالې ورځې په مناسبت دغه شان نندارتون د سمنګانو د لوړو زده کړو موسسې د استادانو له خوا جوړ شوى و .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته