ښوونه او روزنه

د افغانستان تحصیلي او څیړنیزې شبکې (AfgREN) په غوره تطبیق سره به د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د علمي څیړنو سیستم په نړیوال معیارونو برابر شي.

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٤ :
آفګرین په لوړو زده کړو کې یوه نړیواله څیړنیزه شبکه ده چې د یو هېواد او نړۍ د پوهنتونونو او علمي سازمانونو علمي لاسته راوړنې له یو بل سره نښلوي.
لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال ډاکټر فریدې مومند د افغانستان د تحصیلي او څیړنیزې شبکې د تطبیق د څرنګوالي په سیمینار کې وویل، په تحصیلي بنسټونو کې د علمي څیړنو معیاري کول او معاصرو علمي تولیداتو ته لاس رسی د هېواد غوښتنه او د لوړو زده کړو وزارت له لومړیتوبونو څخه دي چې دې موخې ته رسیدل د آفګرین شبکې څخه په مستلزمه توګه ګټې اخیستلو پورې اړه لري.
نوموړې وویل زمو هڅه دا ده چې دغه نړیواله شبکه نه یوازې د انټرنیټ لپاره وکارول شي، بلکې د استادانو د علمي ظرفیتونو لوړولو او په بېلابېلو برخو کې د معاصرو علمي څیړنو لپاره ورڅخه کار واخیستل شي.
لوړو زده کړو وزیرې زیاته کړه چې اوس مهال د هېواد شپږ تحصیلي بنسټونه  یادې شبکې سره تړل شوي او په هر کال کې به نور څلور پوهنتونونه له دغې شبکې سره ونښلول شي.
پوهنوال مومند له ټولو استادانو او محصلانو وغوښتل چې له آفګرین شبکې څخه په ښه ډول ګټه واخلي او د یادې شبکې فعال جهاني غړي ووسي.
په دغه سیمینار کې چې د معلوماتي ټکنالوژۍ د خلاقیت مرکز(ITCC) په همکارۍ جوړ شوی و، په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي او د برلین تخنیکي پوهنتون د زیک برخې رئیس او د لوړو زده کړو وزارت سلاکار ډاکټر نذیر پیروز هم حاضر وو، د کمپیوټر ساینس پوهنځي څو تنو محصلانو د افګرین شبکې په برخه کې خپلې پروژې وړاندې کړې او د یادې شبکې د امنیت او ګټې اخیستنې په اړه یې معلومات ورکړل.
د ډاکټر نذیر پیروز په وینا د آفګرین شبکې د عملي تطبیق په اړه په جدیت سره کار روان دی او د لوړو زده کړو وزارت د کاري پروګرامونو سره سم به پرې اجراات ترسره شي.

د یادولو وړ ده چې علمي څیړنې د تحصیلي بنسټونو یو له مهمو فعالیتونو څخه شمېرل کیږي او په معیاري ډول د افغانستان د تحصیلي او څیړنیزې شبکې تطبیق د افغانستان د لوړو زده کړو په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه ګڼل کیږي.
(AfgREN)  شبکه په ۲۰۰۴ کال کې د ناټو په مرسته د افغانستان په لوړو زده کړو کې رامنځ ته شوه خو تر اوسه ورڅخه په ښه ډول ګټه نه ده اخیستل شوې.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته