-کابل/ دزمري١٢مه/باختر:
د ننګرهار ولايت په سېلاو ځپلو کسانود بشر دوستانه مرستو ويشل پيل شول
د کوز کونړ ولسوالۍ په ځينوسيموکې د سېلاونو له راوتلو وروسته سيمه ييزو مسوولينو دغوسيمو ته د بشردوستانه مرستو د لېږدونې اوپه مصيبت ځپلو د هغو د ويشلو خبرورکړ.
د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د سېلاونو له امله ١٦ تنه ووژل شول او ٤ تنه نور ټپيان شول .
دغه راز د دغوسېلاونو له امله د يوماشوم په ګډون درې تنه نور بې درکه شوي دي.
د ننګرهار د رسنيودفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په کوز کونړ کې د سېلاونو له لسو مصيبت ځپلو کورنيو سره د نغدو پيسو اود خوراکي توکو مرسته وشوه .
د ننګرهار ولايت له پېښو سره د مبارزې د تياري کمېټې چې دغه بشر دوستانه مرسته يې ترسره کړي دي ، وايي چې له سېلاو ځپلو سره د زياتو مرستو د جلبلولو لپاره هڅې دوام لري .
ختم _ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل