کابل باختر دزمري نهمه :
دسرپل والي ددغه ولايت په مرکز پورې اړوند دبالاکينت په سيمو کې دګډو افغان امنيتي ځواکونو له خوا دچاڼيزوعملياتو دپيل خبر ورکړ .
دسرپل والي محمد ظاهر وحدت دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغو عملياتو له پيل څخه تراوسه پورې دبغاوي افغانيه ، بغاوي ، بروتي ها وبغاوي ، زيکيه ، قشقري ، ايکزک ، ګل تپه ، مغليانو او دبالاکينت کلي اوسيمې دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .
وحدت ددغو عملياتو موخه دوسله والو طالبانو دتحرکاتو مخنيوى او دسرپل ښار دشاوخواکليو دامنيتي ګواښونوله منځه وړل وبلل .
داپه داسې حال کې ده چې امنيتي مقاماتو تيره اوونۍ هم ددغه ولايت دصيادولسوالۍ په مربوطاتو کې دپنځه شپيتو تنو وسله والو طالبانو دمرګ ژوبلې خبر ورکړى و .
0 1 دقیقه لوستل