امنیت

طالبانو په جنوبي وزيرستان کې اته تنه تښتول شوى کارکوونکې ازادکړل.

پيښور ډي ډان   باختر د وږي دمياشتې ٢٤
طالبانو پرون د يوې  پروژې اته تنه کارکونکې د جنوبي وزيرستان په قبايلي سيمه کې  آزاد کړل  ،  دغه کارکونکي تيرکال تښتول شوي وو .
دباختر آژانس دخبرله مخې :   دخيبر پښتونخوا  ايالت دګوند ويندوى تاييد کړه چې ټول اته  تنه نښتول شوي کارکونکي آزاد شوي دي .
په نښتول شويو کسانو کې يو افسر ، دانجينير يو مرستيال ، څلور تنه امنيتي پرسونل او دوه تنه نور کارکوونکې شته چې د تيرکال د زمري دمياشتې په څلورمه نيټه کله چې دجنوبي وزيرستان دټانک ښارته   روان وو،  وتښتول شول .
دتيرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ داستخباراتو ،اردو او دمهمو سياسي ګوندونو رييسانو په يو عمومي کنفرانس کې ګډون وکړ او  له ياغي طالبانو او بنسټپالو سره  د ديالوګ دپيل لپاره چې له دولت سره په نښتې بوخت دي  دګوندونو د غونډې غونښته وکړه.
دطالبانو ويندوى  د خبرو دوړانديز هرکلى وکړ او نه تاييد شوي رپوټونه خپاره شول چې دطالبانو عالي شورا د دغه وړانديز د څيړنې په خاطر غونډه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته