کابل باخترلړم د مياشتې ٣٠ نيټه :
د کابل ښار د دويمې ناحيې په مربوطاتوکې د اورلګيدنې له امله د يوه تجارتي مرکز ديرش دوکانونه ويجاړ شول.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې اور لګيدنه کې چې نن سهار د نهو بجو په شاوخواکې په بوش بازار مشهور د آريا په تجارتې مرکزکې رامنځته شوه؛ ديرش دوکانونه ويجاړ شول.
د اور وژنې پوليسو بريالي شول چې په دغه بازارکې چې دڅه ناڅه دوه سوه دوکانونه لري؛ د اور د خپريدو مخه ونيسي .
د دغي پيښې اصلي علت او د هغه له امله د زيانونو اندازه تر اوسه پورې معلومه نه ده.
خو د پوليسو د دويمې حوزې آمر سمونوال محمد ظاهر عقاب د باختر آژانس خبريال ته وويل: موږ د دغې پيښې د اصلي علت د موندلو په لټه کې يو او د پيښې په سيمه کې زموږ تحقيقات پيل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو وختوکې د کابل په تجارتي مارکيټونوکې د اورلګيدنې پيښې زياتې شوې او څه موده مخکې د شاه دو شمشيره (ع ) د زيارت په ساحه کې د يوه تجارتي مارکيټ ١٥دوکانونه وسوځيدل او زيات مالي تاوانونه يې رامنځته کړل.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل