امنیت

په زابل کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

قلات باختر د غبرګولي ۲۵ مه
د زابل ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې، د دغه ولایت د مرکز قلات په اومکي سیمه کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
امنیه قوماندان سمونمل سید معراج الدین سادات د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې دغه وسله وال طالبان پرون د پولیسو له لورې د غلچکي برید په ترڅ کې وژل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، افغان ځواکونو د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه ماینونه کشف او شنډ کړي دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته