ټولنه

د ځوانانو دچارو معين : ځوانان دې دمهارت په ترلاسه کولو سره افغانستان له وارداتي هېواد څخه په صادراتي هېواد بدل کړي .

کابل باختر د چنګاښ ٢٥: داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين په فني او اقتصادي فعاليتونوکې دځوانانو دزياتې ونډې اخستنې غوښتنه وکړه . داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين له ځوانانو څخه وغوښتل چې دکسب او حرفې په زده کړه کې زياتې هڅې وکړي . دباختراژانس دخبرله مخې ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانودچارومعين ډاکتر کمال سادات چې نن يې دځوانانو داقتصادي حالت په ښه والي کې دفن ، حرفې ، درول ترعنوان لاندې غونډه کې خبرې کولې وويل چې ددغه پروګرام دجوړولو موخه په حرفوي ، فني او اقتصادي فعاليتونو کې دځوانانو ونډه اخستنه ده . ده له ځوانانو څخه وغوښتل چې دمهارت ، فن ، حرفې او دکسب په زده کړې سره هڅه وکړي چې ټولنې ته خدمت وکړي او افغانستان له وارداتي هېواد څخه په صادراتي هېواد بدل کړي . ده وويل چې ځوانان دتوکو په توليد کې څرګند رول لري اوبايد ځوانان له بيسوادى او وزګارتيا سره مبارزه وکړي . ده له ځوانانو څخه وغوښتل چې دحرفې او کسب دزده کړې په لاره کې دخپل حالت دښه والي په خاطر خپل وړانديزونه دځوانانو دچاروله معينيت سره شريک کړي . وروسته دپوهنې وزارت دخصوصي ښوونځيو رييس شير علي دوست يار خبرې وکړې او ويې ويل چې ددريمې نړۍ په هېوادونو په تيره بياپه افغانستان کې فن اوحرفه يوه اړتياده او دښوونې او روزنې ترڅنګ ، دحرفې زده کړه مهمه بلل کېږي . ده زياته کړه چې دحرفې زده کړه دځوانانو له خوا د نشه يي توکو دکارولو او دوزګارتيا په کمښت کې څرګند رول لري اوبايد ځوانان دحرفې او کسب زده کړې ته وهڅول شي . وروسته داجراييه رياست سلاکار ډاکتر بشير فاروق هم دموضوع په اړوند خبرې وکړې او دحرفې اوکسب لپاره دزمينو دبرابرولو په برخه کې ددولت پروګرامونه او ملاتړ مهم وباله او ويې ويل چې دولت دې بايد ځوانانو ته دحرفې او فن دزده کړې زمينې برابرې کړي . په پاى کې داطلاعاتواو فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينت له خوا په ځوانانو ستاين ليکونه او دغه راز په کسبګرو دکار وسايل وويشل شول . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته