سیاست

د بهرنيو چارو وزير د اسلامي همکاريو د سازمان دسفير او دايمي استازي باورليک ومانه

کابل باخترد سلواغې ٢٢ نيټه  :
دافغانستان داسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير  صلاح الدين رباني  نن له غرمې  مخکې  په کابل کې د اسلامي همکاريو د سازمان د سفير  او د دايمي استازي  حسين اوني بتساني باور ليک ومانه .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ .
د بهرنيو چارو وزير  ډاډ  څرګند کړ  له هغې تجربې څخه چې ښاغلي بتساني په افغانستان او سيمه کې  له کار څخه لري په افغانستان کې  د اسلامي  همکاريو د سازمان ماموريت او له افغانستان سره د دغه سازمان همکارۍ به  له پخوا زياتې  اغيزمنې شي.
د بهرنيو چارو وزير داسلامي همکاريو سازمان  په اسلامي هېوادونو کې  دارزښتناک ځاى لرونکى سازمان وباله او هيله يې څرګنده کړه چې دافغانستان په مشرۍ  او مالکيت  دسولې له بهير څخه  په ملاتړ کې  د دغه سازمان رول  په دغه بهيرکې دپرمختګ او برياليتوب سبب شي.
وروسته ښاغلي بتساني دافغانستان د دولت  د سولې له هلوځلو څخه  داسلامي همکاريو دسازمان  د زيات ملاتړ په دوام  او دافغانستان په مشرۍ او مالکيت له دغه بهيرسره ددغه سازمان په هر اړخيزې همکارۍ ټينګار وکړ او   په افغانستان کې د سولې د ملاتړ لپاره د اسلامي عالمانو دکنفرانس او په افغانستان کې ددغه سازمان په همکارۍ داسلامي پوهنتون  د جوړولو لپاره   د هلوځلو په  ګډون  په افغانستان کې د دغه سازمان  دفعال ماموريت دشتون لپاره خپل کاري لومړيتوبونه بيان کړل.پاى ؛ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته