کابل باختر د ثور ٢٦
٧١ تنه ډار اچوونکي د هيواد په بيلا بيلو سيمو کې د ملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبو عاتي دفتر باختر اژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږ لو سره ويلي دي .
په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې د افغانستان ملي دفاعي اوامنيتي ځواکونود هيواد په بيلا بيلو سيمو کې د ډار اچوونکو د ځپلوپه موخه ګډ يرغليز او چاڼيز عمليات ترسرکړل چې له امله يې د طالبانو د ډلې د دووسيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ٧١ تنه ډار اچوونکي طالبان وژل شوي ، ٥٣ تنه ټپيان او ١٠ تنه مشکوک کسان نيول شوي دي .
دغه عمليات د توپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار ، لغمان ، پروان ، کاپيسا ، پکتيا ، لوګر ، خوست ، غزني ، قندهار ، روزکان ، زابل ، غور ، کندز ، فارياب ، سرپل ، بدخشان ، او د هلمندد ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول
0 1 دقیقه لوستل