امنیت

اندرسن : دافغانستان دهوايي ځواکونو چلنج دبشري ځواک چمتو کول دى .

واشنګتن  باختر دزمري  اووه ويشتمه :
  په افغانستان کې  امريکايي ځواکونه  وايي دوى  هلې ځلې کوي چې دافغانستان دپوځي الوتکو  دالوتنې لپاره تجربه لرونکي پيلوټان  او تخنيکي  پرسونل برابر کړي .
  دافغان  د هوايي ځواکونو دروزنې لپاره دامريکا دهوايي ځواکونو دښوونکو دډلې قوماندان تروي اندرسن وايي دوى ته ستر چلنج دبشري ځواک چمتو کول دى .
ده زياته کړه: دالوتکو پيرودل اسانه کار دى خو هغه څه چې دده په خبره سخت کار دى او په سستې سره پرمخ ځي الوتکو ته دپيلوټانو روزنه او پيداکول دي
اوس په سلګونو  تنه افغان محصلان په امريکا ، چک جمهوريت ،متحده عربي اماراتو او شينډنډ کې دپيلوټې  ، کشف او دالوتکې  دتخنيکي  په برخو کې په زده کړه بوخت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته