سیاست

تر اوسه پورې د بايومتريک دستګاوې ستونزه نه ده لرې شوې

 کابل باختردتلې دمياشتې٢٩نيټۀ :  
د راى ورکولو په زياترو سيموکې تر اوسه پورې هم د بايومتريک دستګاوې د نه فعاليت او د راى ورکوونکو د فهرست د نشتوالى ستونزې په خپل ځاى پاتې دي.
د باختر آژانس د خبريالانو د خبر له مخې: د کابل ښاريان دغه راز د راى ورکولو مرکزونو او سيمو ته ځي ترڅو خپلو خوښو نوماندانو ته رايه ورکړي. خو په زياترو دغو مرکزونوکې د بايومتريک دستګاوې کار نه کوي او په ځينو سيموکې د راى ورکوونکو د فهرست نشتوالى ستونزې جوړې کړې دي.
په همدې حال کې د کابل ښاريان، په شپږمې او ديارلسمې ناحيو کې د راى ورکولو د يوشمېر مرکزونو او سيمو د نه پرانستلو له امله شکايت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته