امنیت

د هېواد په ختیځ کې داعش او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل/باختر/ د وږي ۳۰ مه
د ننګرهار په اچین او سره رود ولسواليو کې داعش او وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر اژانس ته وویل چې موده وړاندې ګډو افغان ځواکونو د ننګرهار په سره رود او اچین ولسواليو کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې تر دې مهاله په پیل شویو عملیاتو کې زیات شمېر داعشیانو او وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او یادې ولسوالۍ د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې شوې دي.
ویل کېږي په علمیاتو کې لسګونه وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي او دغه راز لسګونه ماینونه هم کشف او شنډ کړی شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته