امنیت

دهرات کابل په لويه لاره کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه .

کابل باختر د ثور دولسمه :
  دوسايطو ضد  يو ماين چې دهرات کابل دلويې لارې په اوږدو کې تر ادرسکن پله لاندې ښخ کړى شوى و دعامه نظم دځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شو
دغه ماين پرون دخلکوپه همکارۍ کشف او دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دانجنيري ټيم له خوا شنډ کړى شو
دهرات ولايت يو امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل طالبانو غوښتل چې په دې ماين ښخولو  سره په هرات کې يوه خونړۍ پيښه رامنځته کړي
ده وويل چې ددغه ناکام بريد دعاملينو دپيژندنې لپاره هلې ځلې  پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته