ټولنه

د ولسي جرګې يو نوماند په تالقانو ښارکې بېوزلو ماشومانو ته د کار زمينه برابره کړه

کابل باخترد لړم دمياشتې٢نيټه : 
پنځوس تنو بېوزلو ماشومانو ته د (پروانه ها) په نامه ٥٠ غرفې د تخار ولايت په مرکز تالقانو ښارکې، ددغه ولايت د ولسي جرګې نوماند شکيب سروري په شخصي پانګه پرانستل شوه.
د تخار له ولايت څخه دباختر آژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې:
له تخارولايت څخه ولسي جرګې ته نوماند شکيب سروري په خپل شخصي لګښت  د پروانه ها په نامه پنځوس غرفې د تخار ولايت په مرکز تالقانو ښارکې په داسې حال کې چې يوشمېر پوځي او ملکي مسوولينو، قومي مخورو، د مدني ټولنې فعالانو او د ماشومانو  د ملاتړ بنسټونو استازو  حاضر وو، بېوزلو ماشومانو ته پرانستلې او اوس په لسو غرفو کې ماشومانو په کار پيل کړى دى.
سروري د دغو غرفو په باب وويل: دهرې غرفې د جوړولو لګښت ٣٠ زره افغانۍ دى او موږ دغه غرفې د بېوزلو ماشومانو د ملاتړ او د بېوزلۍ د کچې د کمښت په خاطر جوړې کړې دي اوپه راتلوونکي کې هلې ځلې کوو چې په دغه ښار کې زياتې غرفي فعالې کړو.
په همدې حال کې د تخار د ولايتي شورا رييس وفي الله رحماني چې د دغو غرفو  د پرانستلو په غونډه کې حاضر و، د شيکب سروري طرحه وستايله او له نورو پانګه والو څخه يې هم وغوښتل چې د درواغو ژمنو او بېځايه لګښتونو پرځاى راشي دې خپلې ټولنې او ولايت ته کار وکړي .
سروري مخکې له دې هم د لومړي ځل لپاره په تخارکې د نخبګانو آنلاين اکاډمي پرانستې ده .
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته