خبرونهورزش

انګلستان د کرکټ د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام اتلولي وګټله

 کابل، د لړم ۲۲مه، باختر

د ۲۰۲۲ کال د کرکټ د ۲۰ اوریزو لوبو په نړیوال جام کې انګلستان په یوه خوندوره لوبه کې پاکستان ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې ټاس انګلستان وګاټه او لومړی يې پاکستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې په پایله کې پاکستان  د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره انګلستان ته د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه.

وروسته انګلستان په ۱۹ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره یاد هدف پوره او د ۲۰۲۲ کال د کرکټ د ۲۰ اوریز نړیوال جام اتلولي په خپل نوم کړه.

د انګلستان لپاره بین سټوک ښه لوبه وکړه او ۵۲ ناسوځېدلې منډې يې وکړې.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا