اقتصاد

کمال خان بند د افغانستان لپاره يوه حياتي او ټولګټې پروژه ده

– کابل / د کب ۲۰ مه / باختر
کمال خان چې پر هېواد مین افغان و، سلګونه کاله وړاندې یې په نیمروز کې ژوند کاوه. هغه د نورو افغانانو په څېر هیله درلوده چې د هلمند سیند مهار او مدیریت شي چې د نیمروز خړې دښتې ښېرازې کړي او د هېواد اوبه نورو ته وړیا و نه بهېږي.
هغه په داسې حال کې چې نه خلکو باور کاوه او نه یې له ده سره مرسته کوله، د خاورو او لرګیو په مټ د د دغه ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې یو بند جوړ کړ چې نسبي اوبه یې مدیریت کړې او شاوخوا ځمکې پرې شنې شوې او د سیستان ښکلا یې لا پسې زیاته کړه چې دا بند بیا د هغه په نوم شو.
د زابل اوسېدونکي، د پوهنتون استادان، مدني فعالان او کارشناسان وايي چې کمال خان بند د اوبو زېرمه کولو يوه حياتي او ټولګټې پروژه ده او بايد دولت دې ته ورته پروژو ته زياته پاملرنه وکړي.
دوی وایي چې بندونه هغه حياتي پروژې دي چې د هېواد اقتصاد پر پښو دروي او دولت يې بايد د امنيت لپاره لازم تدابير ونيسي.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست نيازمحمد زيارمل وايي چې د کمال خان بند اهمیت او ستراتيژیک ارزښت د برېښنا د تولید مسئله ده.
زیار مل زیاتوي چې اوسمهال افغانستان د برېښنا له پلوه يو اړ هېواد دى چې ۷۰سلنه د اړتیا وړ برېښنا له ګاونډيو هېوادونو او په ځانګړې توګه له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه د زیاتو پیسو په بدل کې واردوي؛ خو که چېرې د افغانستان د برېښنا له ټولو داخلي تولیدي سرچینو څخه ګټه واخیستل شي؛ نو افغانان کولای شي چې د وارداتي برېښنا پیسې سپما او د یو بل درد دوا یې کړي.
مدني فعال ذبيح الله نهضتمل وايي چې د کرنې سکتور د افغانستان د اقتصاد د ملاتېر دی؛ خو دا چې ولې تر اوسه افغانان نه دي توانیدلي چې دې مهم سکتور ته وده ورکړي او د هېواد اقتصادي پرمختګ ته لاره اواره کړي؟ يو مهم دلیل يې تر اوسه د اوبو د بندونو نشتون و، په خبره يې کمال خان بند په جوړېدو سره به د شته اوبو يوه برخه مدیریت او د بند شاوخوا ځمکه به خړوبه شي چې په دې سره به د کرنې په وده او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې بنسټیز بدلون راشي.
په همدې حال کې د زابل د ملي راديو تلويزيون د نشراتو مدير محمد نعيم ستوري، کمال خان بند د افغانانو لپاره د کار او روزګار ښه فرصت وباله.
ستوری زیاتوي چې کمال خان بند ته ورته نورې بنسټیزي پروژې کولای شي د کاري فرصتونو په برابرولو او د بې روزګارۍ په را کمولو او له مینځه وړلو کې ستر او د پام وړ رول ولوبوي.
بل خوا د زابل د پوهنتون ریيس رحمت الله کاکړ وايي چې کمال خان بند د ځمکو د اوبو په برابرولو کې حیاتي رول لوبوي.
هغه زیاتوي چې افغانستان یو داسې هيواد دی چې زياتره وخت پکې وچکالى وي او کوم وخت چې باران وشي هغه اوبه نورو هيوادنو ته روانې وي؛ خو د کمال خان بند په جوړېدو سره به دغه ستونزه اواره شي.
په ورته وخت کې د زابل د ترنک سيندیزې حوزى ریيس ناصرشاه وزيري وايي: لویه ستونزه چې په هېواد کې او په ځانګړې توګه په نیمروز کې شتون لري، د موسمي سېلاونو شتون دی.
هغه وايي چې د ورښتونو په موسمونوکې د ډېرو ورښتونو له امله د اوبو سطحه لوړېږي او د ګواښوونکو سیلابونو لامل ګرځي ؛ خو کمال خان بند په بیارغېدو سره د سېلاونو او اقتصادي زیانونو مخه ونیول شوه.
د وزيري په خبره دغه بند به پر نورو ګڼو اقتصادي ګټو سربېره د افغانستان او سیمې هېوادونو په اقتصادي او سیاسي ثبات او پرمختګ کې رغند رول ولوبوي.
هغه زیاتوي چې له اقتصادی ثبات او پرمختګ څخه د ګاونډیو او په ځانګړې توګه د ایران اندېښنه بې ځایه ده، ځکه د اقتصادي قوانینو او اصولو له مخې ټول هېوادونه کولاى شي چې د اقتصادي فرصتونو او اخلاقو پر بنسټ له خپلو شته سرچینو څخه ګټه پورته کړي، تولید وکړي،سوداګریزې راکړې ورکړې ولري او له دغو لارو څخه ګټه پورته او خپل اقتصاد پیاوړی کړي.
د کمال خان بند ۱۶متره لوړوالى لري، ۵۲ ميليونه متره معکب اوبه زېرمه کوي او ۸۰ زره هکتاره ځمکه خړوبوي چې د وري په دوهمه نېټه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته