
کابل، د وږي ۲مه، باختر
د باختر اطلاعاتي آژانس د راپور له مخې، د طبیعي پېښو پر وړاندې د دولت وزارت معین مولوي شرف الدین مسلم غزني ولایت ته سفر کړی او د دغه ولایت په مرکز او اندړو ولسوالۍ کې یې له سېلاب ځپلو سره غمشريکي او د مرستو ژمنه کړې ده.
د غزني ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزې رئیس مولوي عمر حقاني وایي چې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله په تېرو دوو ورځو کې د زرګونو جریبو کرنیزو ځمکو حاصلاتو تر څنګ، سلګونه کورونه ویجاړ او زیانمن کړي او ۵ تنه مړه شوي دي.
حقاني زیاتوي چې یوه اندازه مرستې د طبیعي پېښو پر وړاندې د دولت وزارت له ګدامونو څخه بار شوي او ډېر ژر به پر سېلاب ځپلو کورنیو ووېشل شي.
په همدې حال کې د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد وايي، چې سېلابونو د غیب قلندر او امیر محمد خان سیمو خلک زیات ځپلي او بېړنو مرسته ته اړتیا لري.
مجاهد د هېواد له ملي سوداګرو، خیریه بنسټونو او نړیوالو موسسو وغوښتل چې د غزني له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې سېلابونو د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي چې لومړنیو مرستو ته ډېره اړتیا لري.
ن.ر