اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې پنځه ډالره کمښت راغلى دى

کابلباختردچنګاښ د مياشتې١٤:
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت پنځه ډالره کمښت راغلى دى.
په نړيوالوبازارونوکې پرون يو انس سره زر په ١٣٢٥ډالرو وړاندې کيدل، نن هم په ١٣٢٠ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان  ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٥٥٠ افغانيو، کويټي په٢٥٠٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٤٨٠ افغانيو، بحريني په٢١٠٠افغانيو، عربي په٢٠٥٠ افغانيو، ايراني په١٩٠٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په١٧٠٠افغانيو پلورل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته