۱۰۰ ورځې

دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس: دانتخاباتو په بهير کې به دحکومتي مقاماتو لاس وهنه دزغملو وړنه وى.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٢٥
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس خبردارى ورکړ هغه حکومتي مقامات چې دجمهوري رياست دمشخص نوماند په کټه کار وکړي خپلې دندې به له لاسه ورکړي.
دباختر اژانس دخبرله مخې : ډاکتر يوسف نورستاني چې نن يې له خبريالانو سره خبرې کولې هغو دولتي مقاماتوته چې دانتخاباتو په بهير کې دلاس وهنې نيت ولري او ياوغواړي ديو نوماند په ګټه کار وکړي خبر دارى ورکړ چې خپلې دندې به له لاسه ورکړي.
حامد کرزي پرون دملي شورا دکار د پرانسلو په مراسمو کې دوينا په وخت کې يوځل بيا خبردارى ورکړ چې هيڅ حکومتي مقام نه شي کولاي دانتخاباتو په بهير کې لاس وهنه وکړي او يا دکوم مشخص نوماند په ګټه کار وکړي .
ده دانتخاباتو او دانتخاباتي شکايتونو دخپلواکو کميسيونونو ريسانو ته وويل که چيرې له دغه شان مواردو سره مخامخ شول کولاي شي خپل مشخص پيشنهادونه جمهوري رياست ته وړاندې کړي اوس دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس دهمدغو څرګندونو پربنسټ خبردارى ورکوي چې دانتخاباتو په بهير کې لاس وهونکي به له خپلو دندو څخه له ښه کيدو سره مخامخ شي.
سره له دې چې ډاکتر نورستانى دکوم مشخص حکومتي مقام نوم نه اخلي خو خبردارى ورکوى چې دانتخاباتو په بهير کې دحکومتي مقاماتو لاس وهنه دزغملو وړ نه دى .
دغه راز دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس دجمهوري رياست له نوماندانو وغوښتل چې د راتلونکى کال دورى دمياشتې تر نهمې نيټې پورې دى خپل کتوونکى دغه کميسيون ته معرفي کړي چې ادارى بهير يې بشپړشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته