
کابل باختر د مرغومي شپږ ويشتمه :
اوولس تنه داعشيان پرون دبلخ ولايت په چاربولک ولسوالۍ کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي باختراژانس ته وويل چې دغه داعشيان دبلخ ولايت دچاربولک ولسوالۍ دسالبارون ، خواجه روشنايي او د سموچک په کليو کې له افغان ځواکونوسره په جګړو کې ووژل شول .
جمشيدي زياته کړه : په دې جګړو کې پنځه تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم